په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع نن یکشنبه د لړم په دیارلسمه په خپله ایکس پاڼه لیکلي: د خوست امنیه قوماندانۍ اړوند د ترهګرۍ سره د مبارزې ځواکونو په ياد ولایت کې د یو لړ عملياتو په ترڅ کې ۵ میله کلاشینکوف، یو میل راکټ، یو میل پیکا، زرګونه فېره د کلاشینکوف،داهشکې او پیکا مرمۍ،یو شمېر مخابرې، لاسي بمونه او نور بېلا بېل مهمات تر لاسه کړي.
د كورنيو چارو وزارت وياند زياته كړه، چې د دغو مهماتو د ناقانونه زېرمه كولو په تور شپږ تنه د امنيتي ځواکونو لخوا نیول شوي دي.
د ایرنا په وینا، چې له دې وړاندې هم د یادې قوماندانۍ له لوري بېلابېلې سپکې او درنې وسلې، د یو شمېر تورنو کسانو سره یو ځای نیولي، چې د ساتنې او تثبیت په موخه یې اړوند څانګو ته سپارل شوي دي.
د پیغام پای/
Your Comment